 | | | فتح خان ناظرته ډاډورکړچې وښې نقلي نه، بلکې اصلی سره زر دي. |
ناظرخپه وچې په وښي کې به چاتېرايستلی وي،هغه يې فتح خان ته ورښکاره کړ. فتح خان دوښي په لېدوهغه اصل سره زر وبلل. ناظردغفارګريوان ته لاس واچاوه چې ولې يې دسروزرودوښي په برخه کې اندېښنه وراچولې وه.غفار وويل چې سره زر ښه نه پېژني. ناظرله رحيمدادوغوښتل چې ښه ښکلي ويښتان ورته جوړکړي،ځکه دخپلوخسرخېلوکره روان دی اويوه ښکلې ډالۍهم له ځان سره وړي. کله چې رحيمداددډالۍپوښتنه ترې وکړه ،ناظرجېب ته لاس کړکه ګوري چې د سرو زرو وښی يې ورک کړی و. ګل محمداکبراومجيدته وويل چې ملک آدم خان حاضرشوی چې جرګې ته واک ورکړي اوله جانبازسره لانجه غوڅه کړي. له بلې خوااکبرپر رحيم باندې زيری وکړچې ملک آدم خان روغې جوړې ته غاړه اېښې ده.  | | | ملک آدم خان حاضرشوی چې جرګې ته واک ورکړي اوله جانبازسره لانجه غوڅه کړي. |
ملک آدم خان دروغې لاره نيولې ده .اکبراومعلم رحيم له جانبازوغوښتل چې دی هم له دښمنۍ تېرشي اوله آدم خان سره روغه وکړي.جانبازددوی خبره ومنله. شکېباداوبو وړلوپرمهال دمکتب وړې نجونې ولېدې ،پلوشې ته يې وويل چې کاشکې دغټو نجونو لپاره هم په کلي کې مکتب وای. شکريې پر شکېبا منت وکړچې ولې يې ناوخته اوبه راوړې؟شکېبا وويل چې د مکتب له نجونوسره په خبروشوه او په زړه کې يې دمکتب ارمان ور وګرځيده. |