شمشيرخان له کريم وپوښتل چې دفابريکې ديوال به چاوران کړی وي. کريم وويل کيدای شي هغه چاداکارکړی وي چې په پردۍ ځمکه يې دعوه کړې ده.
لالباز غوټۍ ته وويل چې له اخترمحمدسره يې دشمشيرخان دفابريکې دديوال په نړولوکې مرسته وکړه.
غوټۍلالبازملامت کړ چې بايده وو اخترمحمد ته يې دروغې جوړې لاره ور ښودلې وای.
لالباز اخترمحمد ته مشوره ورکړه چې دځمکې لانجه دې دخبرو اترو له لارې هواره کړي.
ناظرغفارته وويل ، نوردې دده ميږه راخوشې کړې ځکه په ناغه کې يې دعابدې بوزغلي ته اغزن بوټي راوړي چې له بوزغلي چاپېره شپول راتاوکړي.
غفاردعابدې له بوزغلي اغزي تاوول ،عابدې ارمان وکړ چې مخکې يې داکارکړي وای اوبوزغلی يې دخلکوله څارويوساتلی وای.
سيدمحمدبابااسلم ته ددامان کلي داوبوبرېښناخبره وکړه اووظيفه يې ورکړه چې په دې برخه کې مالومات ترلاسه کړي.
بابااسلم سيدمحمدته وويل چې په دامان کلي کې يې ډاينمواوبوته ايښې اوله هغې نه يې دبرېښنا تارونه غځولي دي.