 | | | دعابدې بوزغلي سپږۍ کړي ، له پري ګلې بمبه غواړي چې دواپاشي يې کړي. |
ناظر شلېدلې جامې اغوستې وې او يوه کټوه مستې ورسره وې، د ماه جبينې دوى ور ټکاوه. ماه جبينې پر هغه د پوډري گمان وکړا و له ورۀ نه يې وشاړه. ناظر رحيمداد ته وويل چې کوژدنې يې پرې د سوالګراوپوډري ګُمان وکړځکه چې لومړي ځل يې د سرور له آس او نويو جامو کې ليدلى . ناظر خپله يوه مېږه په غفار خرڅوله، خو غفار هغه بد معامله وګڼه او مېږه يې ترې وانه خيستله چې بيا يې هماغه مېږه په جانباز وپلورله . سيد محمد سرور ته د ژرندې له اوبو نه د برېښنا د لاسته راوړلو وويل. سرور له دې کار سره ځان نابلده وښود، خو سيد محمد وهڅاوه چې ډېرې پيسې به لاسته راوړي.
 | | | حميده د برېښناپه جوړېدو خوښه شوه ځکه هم به يې کور روښانه وي او هم به ټلويزيون ګوري. |
حميدې چې په کلي کې د برېښناد جوړېدو خبره واورېده خوشاله شوه ځکه هم به يې د شپې له پلوه کورونه روښانه وي او هم به د ټلويزيون ننداره وکړي. دعابدې بوزغلي سپږۍ کړې وې ،له پريگلې نه يې د دارو شيندلو بمبه يوړله او دداروشيندلوپرمهال يې خپل وربوزپه دستمال وتاړه. عابدې دغوټۍ ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې بزغلى يې ځکه کرلى چې د خرڅلاو په پيسو يې خپل ژوند مخکې بوځي. |