|
څوارلسم کال: ٣٧ اونۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی کور، نوی ژوند اخترمحمد په جرګه کې، د جګړې د کلونو په ترڅ کې، د خپلې ځمکې د قوالې د ورکېدو خبره وکړه، خو جرګه مارو هغه وهڅاوه چې مثنی يې تر لاسه کړي. اخترمحمد د قوالې د مثنی د اخيستو په خاطر يوه دولتي دفتر ته ورغى، خو هلته د د دفتر مشر ګلابشاه، ورته وويل چې څو ورځې وروسته دې ورشي. جانباز اخترمحمد ته وويل چې په دولتي دفترونو کې د بډو د ورکړې نه پرته د چا کار نه ترسره کېږي.
حميدې فاطمه ملامته کړه چې له هغې نه ګلالۍ ته ايډز لګېدلی دی او که په وينه کې يې دا ثابته شي، نو سرورخان بل واده کوي. فاطمې په ګلالۍ باندې د بن د راوستو خبره خپلې مور، زرمينې ته وکړه. قمبرګل او ثمرګل په کورکې نه وو. داسې انګېرل کېده چې د سېلاو تماشې ته به ورغلي وي. زرمينې اکبرته وويل چې ژر دې په هغو پسې ووځي، ځکه چې کله کله سېلاو تماشاچيان ډوبوي. مجيد د ونې د رااېستو په خاطرد سېلاو اوبو ته ورګډشوى و، خو سېلاو له ځانه سره يووړ. د کليوالو په مرسته مجيد د سېلاو نه و ژغورل شو. ګلخان هڅه وکړه چې د هغه نس ته تېرې شوې اوبه راوباسي.
ګلخان د مجيد پښې پورته ونيولې او بيا يې په څملاستو مخ يوې خواته واړاوه. بيا يې په نس ورو ورو زور وکړ چې اوبه يې له خولې او پزې نه راووتې او په دې توګه له مرګه بچ شو. فتح خان ډېر تاًسف وکړ چې مجيد د ډېرې ناڅيزه ګټې په خاطر خپل ژوند په خطر کې واچاوه. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||