BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:10 گرينويچ 2008 ,16 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال : ٤٢ اونۍ
ډاکتر،ګلالۍ
ډاکترګلالۍ ته وايي چې ډېرژر دې دناظردواده تابياوکړي.
نوی کور، نوی ژوند :

ناظر غوښتل په کلنيک کې پاتې شي،خو ډاکترهغه له کلنيک څخه رخصتاوه، ځکه خوناظر بياتي ته لاس کړ چې ځان ووژني .

ډاکټر ګلالۍ ته وويل چې سرور دې له ناظر نه د هغې د کوژدنې کورته دتګ بنديز ليرې او څومره ژر چې کولای شي د واده تابيا دې ورته وکړي .

ګلالۍ سرور ته وويل چې د خلکودملامتيا نه د خلاصون په خاطردې ژر تر ژره دناظر دواده تابيا وکړي.

اخترمحمد ګلاب شاه ته عذروکړچې مکتوب يې لاسليک کړي خو ګلاب شاه ځان تيراوه. په دې وخت کې ټيلفون ورته راغی او له دفتر نه ووت .

اختر محمد دګل محمد دکان ته ولاړ اوپه رسمي دفترونوکې يې خپله نابلدتيا وښوده . ګل محمد ورته وويل چې نسيم به ورسره ولاړشي ځکه هغه بلد دى.

اخترمحمد دډيرانتظارنه وروسته غوښتل د ګلاب شاه دفتر ته ننوځي خو نسيم هغه له دې کاره منع کړ خو هغه ونه منله او په شدت يې ددفتر دروازه پرانيستله.

ډاکتر،غفار
ډاکترغفار ته وايي چې که چېرې که کومه ستونزه ورته پيدا شوه ځان دې کلنيک ته راورسوي.

ګلاب شاه په دفتر کې يوازې ناست و، اخترمحمد ترې وغوښتل چې مکتوب يې لا سليک او ده ته يې وسپاري. ګلاب شاه وويل چې داکار به په خپله وکړي.

غفار په کلنيک کې له زلمي غوښتنه وکړه چې له خپل ټيم سره دې هاغه ځای له ماينونو پاک کړي چې ددوی موټر پکې په ماين الوتی و ترڅوبله داسې پېښه رامنځته نه شي .

غفارچې له کلنيک نه درخصتيدو په حال کې و ډاکتر ورته لارښوونه وکړه چې که چيرې دکومې ستونزې سره مخ کيده ژر ترژره دې کلنيک ته ځان و رسوي.

غفار،شفيقهڅوارلسم کال
٤١ اونۍ
دکوزکلي جرګه څوارلسم کال
٤٠ اونۍ
اکبر،سمندرڅوارلسم کال
٣٩ اونۍ
سىدمحمد،اخترمحمدڅوارلسم کال
٣٨ اوني
ګلاب شاه او اختر محمدڅوارلسم کال
٣٧ اونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>