BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:57 گرينويچ 2008 ,09 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال : ٤١ اوونۍ
حميده، پريګله
پريګله حميدې ته دچنارله ونې دناظر دلويدو وايي.
نوی کور، نوی ژوند :

پريګلې په وارخطايۍ حميدې ته دچنا ر له ونې نه د ناظر دلوېدو خبره وکړه چې اوس همالته مړژواندی پروت دی .

ناظر په چيغو ويل چې په ځان کې يې يوځای هم روغ نه دی پاتې اوله کليوالو نه يې وغوښتل چې کلينيک ته يې ورسوي .

پريګلې د ناظر له خولې چنار ته د هغه د ختلو علت د ولسوالۍ د بازار ننداره او د خپلې کوژدنې ، ماه جبينې ديدن وباله .

ناظرله ډاکټرنه وغوښتل چې په کلينيک کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي ځکه په ده دکلي جينکو ته د کتو تور لګېدلی دی او له شرمه کلي ته نه شي تللی .

په ولسوالۍ کې ګلاب شاه ،په تروه ټنده، اختر محمد ته وويل چې د ځمکې د قوالې کار يې ناشونی دی .

اختر محمد هغه ته يو مکتوب ورکړ چې د دولت د يو لوړ پوړي چارواکي لاسليک پرې و. ګلاب شاه وويل چې سبا ته دې راشي کار به يې وشي .

سبا ګلاب شاه اخترمحمد ته وويل چې د آرشيف د مامور نېژدې خپلوان مړ شوی دی او مالوم نه دی چې کله به دفتر ته راځي .

اخترمحمد، ګلاب شاه
اخترمحمدګلاب شاه ته يومکتوب ورکوي چې دلوړپوړي چارواکي لاسليک لري.

اخترمحمد جانباز ته وويل په کوم دفتر کې چې دده دځمکې د قوالې کار بند دی هره ورځ يوه نوې پلمه ورته کوي . جابناز وويل چې بډې به غواړي.

جانداد فاطمې ته د ماين په پېښه کې د غفار او ګلمکۍ دزخمي کيدو وويل ، خو شفيقې واورېده او ډېره خواشينې شوه .

شفيقه کلينيک ته د خپل ورور، غفار ، ليدو ته ورغلې وه او بيا يې زلمی ته ډاډ ورکړ چې غفار عمليات شوی او له مرګه بچ دی .

دکوزکلي جرګه څوارلسم کال
٤٠ اونۍ
اکبر،سمندرڅوارلسم کال
٣٩ اونۍ
سىدمحمد،اخترمحمدڅوارلسم کال
٣٨ اوني
ګلاب شاه او اختر محمدڅوارلسم کال
٣٧ اونۍ
ګلالۍ، حميدهڅوارلسم کال
٣٦ اونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>