ښاپېرۍ عاطفې ته ډاډورکړچې که چېرې ګلالۍ د ايډز په ناروغۍ نه وي اخته ، نو سرور خان ته بل واده نه کوي. حميدې سرور ته زارۍ وکړې چې په ګلالۍ دې بن نه راولي . ښاپېرۍ د ګلالۍ له خولې د هغې د اېډز د معاينې نتيجه منفي وبلله ، خو سرور دروغ وګڼله . ناظر د ماه جبين دوى د ګاونډيانو له خوا د خپل ځان د وهل کېدو خبره پټوله خو سرورپه کيسه خبرو او ناظريې دماه جبين دوی دکورله تګه منع کړ . ناظرخپل نوي بوټان اوجامې بابااسلم ته ورکولې خوهغه وانه خيستې او ويې ويل چې داشيان له ناظر سره ښايي ځکه چې نوې کوژده يې کړې ده . بابااسلم ناظر ته ډاډ ورکړ چې دسرور سره به وغږيږي او دماه جبينې کورته دتګ بنديز به ورنه ليرې کړي ، خو دناظر په مغزو کې ، بل څه وروګرځېدل . سرور اندېښمن وچې ناظر بيا ځان چېرته ورک کړی وو . بابااسلم له هغه نه وغوښتل هرڅومره ژر چې کېږي، د ناظر واده سرته ورسوي .  | | | سمندردکوزکلي خلک هڅوي چې دسيلاب دمخنيوي کارګړندی کړي." |
ناظردچينې ترغاړې د چنارونې ته ختلی و. پريګلې يوه تيږه د هغه په لوري ګوذار کړه . د ناظر فرياد پورته شواوپه ځمکه ولوېد . هاخوا په کوزکلي کې ، سمندر د کليوالو د راټولولو خبره وکړه چې د بل ځل سېلاو تر راتلودمخه يوه لاره ولټوي چې ددوی کورونه او ځمکې لاهو نه کړي . کليوال راټول شوي وو. اکبر هغوى ته وويل چې د سېلاب د خطر د مخنيوي په خاطر بايد د هرکور په سر پيسی واچوي . مجيد دا خبره ونه منله . |