گلابشاه د اخترمحمد ځمکه دعوايي وبلله اوداسنادودڅېړلوله پاره يې دکميسيون جوړول بانه کول اودده کار يې ځنډاوه. ګلابشاه آدم خان ته ورغی او د اخترمحمد د ځمکې د لاسته راوړو د کار له پرمختګه يې خبر کړ. آدم خان له ګلابشاه وغوښتل چې ددې کار مخه ونيسي . اخترمحمد د خپلې ځمکې د قوالې د مثنی د ترلاسه کولو په خاطر لوړ پوړو چارواکو ته مراجعه وکړه. د ولسوالۍ په بازار کې زلمي له نسيم نه وغوښتل ، هغه ځای ورته وښيي چې څه موده مخکې هلته د ماين پېښه شوې وه .  | | | مجيد په برکلي کې د اوبو د برق د جوړېدا وويل . اکبر وېرېده چې په کوزکليوالو به اوبه کمې شي |
زلمي وويل چې ماين دغونډۍ نه د باران اوبو لاندې راوړی دی . نسيم دغونډۍ په سر د جګړې د کلونو په ترڅ کې د پوستې شته والي ته اشاره وکړه . زلمي په هغه ځای کې د نورو ماينونو د شتون وويل اوزياته يې کړه چې داخبره به د ماين پاکۍ موسسې ته ورسوي چې د پاکولو بند و بس يې وکړي . مجيد په برکلي کې د اوبو د برېښنا د جوړېدا وويل . اکبر ووېرېده چې په کوزکليوالو به اوبه کمې شي نو ځکه يې فتح خان خبر کړ. |