 | | | له حدنه زيات دموټرو بارول دسړکونود خرابوالي اودمالونودنرخ دګډوډېدو لامل کيږي. |
خوراکي توکي د هر انسان د ورځنيو او لومړنيو اړتياوو څخه شمېرل کيږي ، خو افغانان لا تر اوسه ديولړستونزوله کبله خپل ټول د اړتياوړ خوراکي توکي پخپله نه شي پوره کولای. ددې ستونزې دحل په موخه يوشمېرسوداګر وريجې ،بوره، اوړه، غوړې اوداسې نورشيان له باندنيوهېوادونونه واردوي. داچې سوداګر ددې ډول توکو په واردولو کې کوم ټکي په پام کې نيسي دافغانستان دشمال زون دسوداګرو مرستيال زمري داسې وويل: "سوداګر په منظمه توګه او دځانګړي سنجش پر بنياد يولړخوراکي توکي واردوي، خو کله ناکله له يولړ ستونزو سره هم مخ کيږي." زمري دا ستونزې په ګمرکونوکې دسوداګرو دمالونو ځنډېدل وګڼل، چې ځيني وختونه دډېرځنډ له امله يې خوراکي توکي خرابيږي هم. سوداګر هم ځينی وخت لومړی درجه سېله وريجې په درېيمه درجه او لومړی درجه اوړه ګزارې شمېري او محصول يې تحويلوي. دا کار که له يوې خوا دقانون له سرغړونه ده له بلې خوا په نرخونوهم ناوړه اغېز درلودلی شي.  | | | يوشمېرسوداګر لومړی درجه سېله وريجي په درېيمه درجه شمېري او محصول يې تحويلوي. |
ګل محمد،چې په خپله سوداګر دی،وويل، چې يوشمېرسوداګرله ټاکلې اندازې زيات مالونه په موټروکې باروي، چې دسړکونودخرابوالي لامل کيږي. ددې راز ستونزو دليرې کولو په اړه دکابل ګمرک رييس صفي الله مشفق وويل، چې دګمرکي سرغړونولپاره يې دڅارنې ګرځنده ټيم فعاليت کوي، چې سرغړونکي پيدا او دقانون منګولو ته يې سپاري. |