 | | | يوشمېرکسان په دوبي کې وچ واښه له بهر نه وارد اوپه ژمي کې يې په ښه بيه يې پلوري. |
افغانستان يو له هغو هېوادونوڅخه دی، چې نېږدې اتيا سلنه وګړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې کله ناکله سړه هوا او وچکالي هغوی له يولړستونزو سره مخ کوي. ددې ستونزو په پايله کې په ژمي کې څاروي لرونکي دڅارويو دوښوله کمښت سره مخ کيږي، چې يوشمېريې څاروي پلوري ياهم مري. دې ستونزې ته په کتويوشمېرکسانوځانته دکاروبار زمينه موندلې ده، چې محمدنسيم دجلال آباد دښار اوسېدونکی يوله همدې راز کسانوڅخه دی. نوموړی دڅارويو داړتياوړ وچ واښه او بوس دپاکستان له هېواد نه وارد اوبيايې دژمي په موسم کې پلوري، چې له دې لارې ښه ګټه ترلاسه کوي. کندکاري: يوشمېرنورخلک بيا په کړکيو، مېزونو، څوکيو او له لرګيوجوړو نورو شيانودحکاکۍ يا کندنکارۍ له لارې ځانته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي. عبدالرحمن دجلال اباد ښار يو اوسېدونکی دی، چې په لرګيو دډيزاين اوکندنکارۍ له له لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي.  | | | عبدالرحمن په لرګيودډيزاين له لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي. |
نوموړي وويل، چې په دې کار سره ياد جنس ته ښکلا وربښي، چې په پايله کې يې بيه لوړه اودښې ګټې لامل کيږي. عبدالرحمن دلرګيوکندنکاري په پاکستان کې زده او اوس په خپل هېواد کې ترې ګټه پورته کوي او له خپل کار اوکسب نه خوشاله برېښي. |