 | | | تورپيکۍ دپور په پيسو دمالوچوماشين اخيستې، چې اوس دځمکې او موټر خښتنه شوې ده. |
په افغانستان کې ځينو ادارو، بانکونو، موسسو ياهم دوستانوڅخه يوه اندازه پيسې پور او خپل کاروبار يې پرې پيل کړی دی. له دې پور نه دوی دخپلو ورځنيو اړتيا دپوره کولو ترڅنګ يوه اندازه پيسې زېرمه او يوڅه هم پور ورکوونکي ته سپاري. مېرمن شفيقه هم يوه له همدې راز مېرمنو څخه ده له يوې موسسې نه په لومړي پړاوکې (۱۰) زره پور اخيستی و. نوموړې په دويم کې (۲۰) زره او په درېيم پړاوکې (۶۰) زره افغانۍ پور واخيست او د ګاڼې کاروبار يې پيل کړ. نوموړې ددې کاروبار څخه ټول پور ادا او د(۳۰۰) زرو افغانيو په شاوخواکې يې ځانته زېرمه هم کړې ده. دمالوچوماشين: تورپيکۍ بيا هغه مېرمن ده، چې دډېرکم په پور په مرسته يې دخوراکي توکوهټۍ جوړه او وروسته يې دمالوچوماشين واخيست.  | | | شفيقه توانېدلې، چې دپوردپيسو له لارې خپل ژوند پرمخ بوځی او (۳۰۰) زره افغانۍ زېرمه کړي. |
هغې ددې ترڅنګ چې خپل پور يې ادا کړ، څودانې غواګانې يې هم اخيستي، چې له دې لارې د ورځې تر (۵۰۰) افغانيو ګټه ترلاسه کوي. همداراز نوموړې توانېدلې، چې دمستو اوشيدو دګټې له لارې دموټر او درېيو نومرو ځمکې څښتنه شي. |