 | | | مطيع الله ټکر شوي موټرې داسې ترميموي، چې له اصلي رنګ او جوړښت سره يې توپير نه کيږي. |
دهوا په سړېدو سره يوشمېر دکانداران دخلکو اړتيا ته په کتو سره ژمني بوټونه او نور وسايل واردوي، چې له يوې خوا دخلکو اړتيا پوره او له بله پلوه دوی ته دګټې لامل شي. رحمت الله هغه څوک دی، چې د پاکستان دکراچۍ له ښارنه ليلامي بوټونه او کرمچ راوړي اوبيايې په کابل کې پلوري نوموړي، چې دبوټانوتر پلورلو مخکې هغه ښه مينځي، عيبونه يې اصلاح اوبيا پلورلوته وړاندې کوي. رحمت الله دخپل کاروبار لپاره ژمی غوره بولي،ځکه خلک تاوده بوټونه او موزې ډېرې اخلي. دموټرو ترميم: دکار او کسب د زده کړې ترڅنګ د مهارت درلودل هغه څه دي، چې انسان ته تر نورو برتري ورپه برخه کوي. مطيع الله يو له همدې راز کسانو نه دی.  | | | ر حمت الله ليلامي بوټونه لومړی ترميم، اصلاح او ترمينځلو وروسته يې پلوري |
نوموړي يوازې هغه موټرې ترميموي، چې په باندنيوهېوادونوکې ټکر شوي اوسوداګرو هېواد ته دپلورنې لپاره وارد او په موټرپلورنځيوکې ولاړې وي. مطيع الله ټکر شوي موټرې داسې ترميموي، چې له اصلي رنګ او جوړښت سره يې هيڅ توپير نشي کيدلی او ددې کار لپاره له ځانګړو وسايلو اورنګ څخه کار اخلي. |