يوشمېرخلک دې ټکوته په پام سره دجنس دنرخ دکمېدو په صورت کې خپل داړتيا وړ جنسونه مخکې له مخکې اخلي.
عبدالبصيردکابل هغه اوسېدونکی دی، چې دژمي داړتياوړ لرګي يې داسد په مياشت کې پېرودلي دي.
ددې کار لامل نوموړي په اوړي کې دلرګيودنرخ ټيټوالی او ترڅنګ يې دښو او وچولرګيو ترلاسه کېدل وګاڼه.
ددې ترڅنګ عبدالبصير خپل داوړي د اړتيا وړهغه مواد بيا په ژمي کې اخلي، چې ژر نه خرابيږي او ترډېره ساتل کيږي.
کاکا قربان هغه څوک دی دچې د تنور جوړنې مهارت ورته له پلارنيکه نه په ميراث پاتې دی، خو اوس يوازې خپلوزامنواو زوم ته لارښوونه کوي.
نوموړي وويل، چې زامن او زوم يې دورځې ترلسو دانوپورې تنورونه جوړوي، چې هريويې په (۳۰۰) افغانيو پلوري.
هغوی دهمدې مهارت او کسب له برکته دمياشتې تر (۷۰) زرو افغانيوپورې سوچه ګټه ترلاسه او له خپل دې کار نه يې زامنوته وادونه کړي او يوموټرهم لري.