 | | | په زده کړه پانګونه دنورو پانګونوپه پرتله له هر راز خطرونو خوندي وي. |
پخوا په افغانستان کې د ماشومانو ښوونه اوروزنه يواځې د دولت له لورې په وړياتوګه تاميندېله، خو له څوکالونوراپدېخوا خصوصي ښوونځيوهم فعاليت پيل کړی دی. دا ښوونځي دټاکلي فيس په بدل کې زده کوونکي مني.، خو داچې ددې ښوونځيو زده کړې څنګه دي،نعمان دکابل ديوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي وويل:. ښوونکي راسره ښه سلوک کوي، درسونه يې زموږ دقناعت وړ او ددې ترڅنګ مې کورنۍ هم زما په ښوونه او روزنه لګښت کوي او راضي ده.. نعمان وويل، چې په خپلو سبقونوکې ډېره کوښښ کوي، څو يې دپلار پيسې بې ځايه ولاړې نشي. د نعمان پلار، حاجي احسان وويل، چې دخپل زوی دزده کړې په بدل کې دمياشتې(۳۵۰۰) افغانۍ فيس ورکوي، چې دکال تر(۴۰) زروافغانيوډېريږي. نوموړي سره له دې، چې داپانګه ډېره خوپه زده کړه پانګونه يې دنورو پانګونوپه پرتله له هر راز خطرونو خوندي وبلله. طبيعي سرچينې:  | | | آصف له سيندڅخه شګه راباسي، چې بيايې په نوروله پلورلو امله ښه ګټه ترلاسه کوي. |
له طبيعي منابعو څخه ګټه اخيستل هم داقتصادي حالت دښه کېدو لامل کيدای شي، چې يوبېلګه دکابل دشکردرې اوسېدونکی، آصف دی. نوموړی له سيندڅخه شګه راباسي اوبيا يې پلوري، چې له دې امله يې په ژوندکې دپام وړبدلون ترسترګوکيږي. |