 | | | که چېرې د وچې مېوې کيفيت لوړ وي، په هېواد او له هېوادنه دباندې به ښه مارکېټ ولري |
دکورنيوڅارويو، په ځانګړې توګه دقره قل وريوپوستکي زموږدهېواد له مهمو توکوڅخه ګڼل کيږي، چې هرکال په زياته کچه نوروهېوادونوته صادريږي. له دې ځايه واورﺉ! انجينرمحمدداود کامه وال دکورنيوڅارويوپه پوستکوپانګونه دخپلې سوداګرۍ د پرمختګ ستر لامل وګاڼه . نوموړی دڅارويوروغ پوستکي په پرچون ډول پېري، مالګه پرې اچوي، چې خراب نشي اوبيا په سوړځای کې ساتي. انجنير داوود وويل، چې که چېرې له څارويو په سمه توګه پوستکي واېستل شي اوښه ساتنه اوپالنه يې وشي، دنړۍ په بازارونوکې دسيالۍ وړ ګرځي. وچه مېوه: د کليوالوسيموډېری اوسېدونکي د مالدارۍ ترڅنګ له بڼوالۍ نه هم د ورځني ژوند اړتياوې پوره کوي.  | | | که چېرې دڅارويودپوستکي ښه پالنه وشي،په باندنيوهېوادونوکې دسيالۍ وړ ګرځي. |
ددې حاصلاتو نه يوه هم وچه مېوه ده. نورالله، دوچې مېوې يوسوداګر وويل،چې د وچې مېوې کيفيت ته پاملرنه ډېره اړينه ده. په دې کار سره له يوې خوابڼوال او له بله پلوه سوداګر ګټه ترلاسه اوباندنيو هېوادونوته يې هم استولی شي. |