ژباړن: نصيراحمد احمدي د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | شېرزی د هوا ترسړېدومخکې دمشتريانودپام اړولو په موخه راز، رازکرمچ په ويترين کې ږدي. |
يوشمېرسوداګرو، چې دمېوې او ترکارۍ په کاروبار يې پانګونه کړې، د بازار ارزونه يې دپرمختګ لومړنی ګام بللی دی. محمد صادق، چې دکابل په ښار کې د پيازو، کچالوو او تازه ميوو کاروبار کوي ددکان تر پرانيستلو دمخه دبازار نرخ او دخلکو اړتيامالوموي. وروسته په ولاياتوکې خپلو استازوته دټلفون له لارې لارښوونه کوي،چې کوم ډول جنس ورته راواستوي. نوموړي دبازار له نرخ نه خبرېدل او دخلکو اړتيا په پام کې نېول دکار دپرمختګ لامل وګاڼه. کرمچ: په سوداګرۍ کې بل مهم ټکی دموسم پېژندل دی، چې پدې توګه د هرفصل سره سم جنس وارد او مشتريانوته يې وړاندې کړي. د شيرزي په نوم يو تن، چې د کرمچوخرڅولو دوکان لري وويل، چې دی په خپله له نورو هېوادونو کرمچ وارد او بازار ته يې وړاندې کوي.  | | | دبازار ارزونه د هر کار دپرمختګ لومړنی ګام بلل کيږي. |
نوموړی د کاروبار د پرمختګ له پاره ريښتينولی، ښه اخلاق، دښه کيفيت لرونکي ډول ډول جنسونو درلودل اړين وبلل. شيرزي وويل، مخکې تردې چې هوا سړه شي، دکرمچو بېلابېلې نمونې په ويترين کې ږدي او په دې توګه دمشتريانو پام ور اړوي. |