 | | | يوشمېرخلکودټولنوپه جوړولو سره ځانګړې پروژې جوړې اوخلکوته يې دکار زمينه برابره کړېده. |
په هر کار کې مهارت درلودل دکاروبار دپرمختګ ضامن اود کسبګر دبري لامل کيږي، چې يو له دې ډول کارونو نه فلزکاري ده. دل آغا دکابل ښارهغه فلزکار دى، چې پخوا يې ساده دروازې او کټارې جوړولې، چې مشتريان ډېر کم وو، خو وروسته يې پخپل کار کې بدلون راووست. نوموړي دخپل مهارت څخه ګټه ترلاسه، په دروازو او کټاروکې ښکلـي ډيزاينونه رامنځته کړل، چې اوس کاروباردومره پرمخ تللى، چې له ګاونډيانوسره هم مرسته کوي. دل آغا په دکان کې پرکار سربېره،ددفترونواو کورونودفلز کارۍ کارونه هم په اجاره اخلي، چې د ورځې تر(٣٠٠٠) افغانيو ګټه ترلاسه کوي. لبنيات: په افغانستان کې يوشمېرخلکودټولنوپه جوړولو سره ځانګړې پروژې جوړې او له دې لارې يې خلکوته دکارکولو زمينه برابره کړېده. نېک محمد نوراني دلبنياتو دټولنې مدير دى، چې دلبنياتو دپروژې په رامنځته کولو سره يې بزګران دڅارويوروزلوته هڅولي.  | | | په کار کې مهارت او نوښت دکاروبار دپرمختګ ضامن اود کسبګر دبري لامل کيږي. |
نوموړي وويل، چې دلوګر او ميدان ښار له څارويو لرونکوڅخه شيدې اخل اوبيا ترې له کورتوپرته نور ډول، ډول شيان لکه پنېر، مستې، کوچ او نور جوړوي.. پدې پروژه کې پرنارينه سربېره يوشمېرمېرمنوته هم دکار کولو زمينه برابره شوېده ، څو له دې لارې وکولاي شي خپل اقتصاد پياوړى کړي. |