 | | | علي احمددکابل په ښارکې دنلدوانۍ نمايندګي ګاني لري، چې درې سوه شاګردان پکې کارکوي. |
د افغانستان د کليو اوبانډو زياتره اوسېدونکي دکرنې او مالدارۍ له لارې خپلې ورځنې اړتياوې پوره کوي، چې يوشمېرکسان دڅارويودمحصولاتود سوداګرۍ له لارې خپله پانګه کاروي. حاجي محمدشريف يو له هغوکسانوڅخه دی، چې دهېواد له مرکزي او شمالي ولايتونو څخه کورت راټولوي. هغه وويل، چې کورت هم ځانته موسم لري، چې له خلکويې پدې موسم کې پېري او وروسته بازار ته وړاندې کوي. شريف کورت په درې ډولونو ياد کړل: اعلی درجه، چې ډېری يې خلک بهرته دسوغات په توګه وړی، دوهمه درجه او ادنا کورت. نلدواني: يوشمېرکسانو دخپل کار اوکسب سره سم پانګونه کړې، چې. علي احمد هم يو له دې شان کسانونه دی، چې دکډوالۍ په دوران کې يې دنلدوانۍ کسب زده کړی و. نوموړی دمګړۍ دکابل په ښار کې دنلدوانۍ څو نمايندګۍ لري، چې نېږدې درې سوه کسان يې پکې کار ګمارلي دي.  | | | کورت په درې ډوله دي: اعلی درجه چې خلک يې بهرته سوغات وړي، متوسط او ادنا درجه. |
علي احمد وويل، چې دنلدوانۍ دکار وبار ترڅنګ يې دنلدوانۍ داړتيا وړ سامان آلات هم پلوري، چې پدې کار سره يې دخپلو مشتريانوشمېرڅوبرابره زيات او د دورځې تر(۳۰۰۰) افغانيو پورې ګټه ترلاسه کوي. |