 | | | محمدبهيرد اسنادو له هرې ژباړې له( ۵۰۰ ) نه تر( ۱۰۰۰ ) افغانيو پورې فيس اخلي. |
يو شمير بزګران دخپلې ځمکې حاصلات پخپلو مارکېټونو اوهم يې دنورو ولايتونو بازارونو دخرڅلالپاره وړاندې کوي او پدې توګه يې ځانونوته دګټې لارموندلې ده. داچې هغوی پدې کار کې کوم سنجشونه په پام کې نيسي ، په اړه يې نذير يوتن بزګر، چې دپيازو کر کوي، داسې وويل: ˝ موږ لومړی په مارکېټونوکې دپيازوبيه مالوموو، وروسته دلارې او نور لګښتنونه هم سنجشوو. که چېرې يې ګټه درلودله نورو ولاياتوته يې وړو، په غېر له هغې يې په پټې کې پلورو. ˝ فرهاد رحيمي د خواجه مسافر اوسيدونکي وويل، چې داډول پلرونکي هغوی ته هم ګټه رسوي، ځکه داړتيا وړ او تازه پياز له نېږدې ترلاسه کوي. دارالترجمه: يوشمېر کسان، چې دلوړو زده کړو دترسره کولو سره سره ورته دنده نده پيدا شوې، دخپلې شخصې هڅې له کبله يې ځانونوته دکارزمينه پيدا کړېده. محمد بهير دکابل دپوهنتون دحقوقوله پوهنځي له څخه فارغ خورسمي دنده ورته نده پيدا شوې.  | | | مارکېټ ته دجنس دلېږد او پلورلو مخکې بايد دلارې لګښت اودبازار نرخ مالوم شي. |
نوموړي دزدکړې په موده کې دانګليسي او عربي ژبوکورسونه هم ويلي او اوس يې دښار په يوه برخه دارالترجمه پرانيستې ده. نوموړيد تذکرې، نکاح خط، قوالې او نورو اسنادو له ترجمې له (۵۰۰- ۱۰۰۰) افغانيو پورې فيس اخلي او پدې توګه توانېدلی، چې خپل ژوند پرمخ يوسي. |