 | | | ممتاز دماشوم پرجامو(۵۰۰) زره افغانۍ پانګونه کړې، چې ښه ګټه ترې ترلاسه کوي. |
که څه هم افغانستان داوبو دلرلوله کبله يو غني هېواد دی، خود برېښنادتوليددبندونو دکمښت له امله له يوشمېرګاونډيوهېوادونونه دبرېښناواردولوته اړ شوی دی. يوشمېر خلک دبرېښناله ډېرلګښت نه سرټکوي، خو شمېرنوربيا پدې برخه کې له صرفه جويۍ نه کاراخلي. دبرېښنا بې ځايه لګښت که له يوې خوا دمشتريانودمحصول دډېروالي لامل کيږي له بله پلوه دبرېښناد وېش وسايل هم ترفشار لاندې راولي. حميدالله دکابل ښار يوه اوسېدونکي وويل، چې تېره مياشت يې برېښنا بې ځايه لګولې وه، چې بل يې هم ډېر راغلی و. نوموړي دستونزې دحل په موخه له کم لګښتو څراغونو ګټه اخيستل پيل او ترڅنګ داوتو، آبګرمۍ او منقل کارول کم کړل. احمد شکيب نثار د کابل برېښنا ريس وويل، چې که چېرې ښاريان دبرېښنا په لګښت کې صرفه جويي وکړي، هغه کسان به هم له برېښنا برخمن شي، چې برېښنا نلري. دماشومانو جامې: ممتاز دکابل ښار هغه هټيوال دی، چې دماشومانو په جامويې (۵۰۰) زره افغانۍ پانګونه کړېده.  | | | د برېښنابې ځايه لګښت دبل د زياتوالي اود برېښناد توليددوسايلو دسو ځېدو لامل هم کيږي. |
نوموړی ، چې له څلورو کالونوراپدېخوا دکانداري کوي، وويل، چې اخترونو اودخوښيو په ځانګړو ورځو کې يې کاروبار ښه کيږي او پدې برخه کې دخپل کار نه راضي دی. ممتازله مشتريانوسره نېک سلوک اوله بېلابېلوهېوادونونه دښه کيفيت لرونکي جنس واردول دخپل بري راز وګاڼه. |