 | | | دمحمد شفيع په هتۍ کې دعطرږ بيې له درې سوو نه ترشپږو زورپورې رسيږي. |
يوشمېر خلک دسوداګرۍ ډېرې پانګې درلودل دسوداګرۍ لپاره اړين بولي، خو يوشمېرنوربيا په لږو پيسو توانيدلي خپل کاروبار ته پراختيا ورکړي. زموږ ددې خبرې غوره بېلګه محمد شفيع د کابل دنوي ښار يوعطرپلورونکی دی، چې له پنځوسوزرو افغانيو يې کارپيل او اوس دډېرې پانګې خاونددی. نوموړی دمشتريانودخوښې وړ عطرخپل دکان ته دخرڅلاو لپاره راوړي، چې دعطروبيې يې له درې سوونه تر شپږو زرو افغانيوپورې رسيږي. نوموړی دمشتريانوسره نېک سلوک ددې لامل وګاڼه، چې مشتريان يې نور مشتريان جذب او پدې ډول يې ګټه هم ډېره شي. صحافي: دکتابونوصحافي( پښتي کول) هم يوله هغو کارونونه شمېرل کيږي، چې يو شمېر خلک يې دپانګې خاوندان کړيدي.  | | | دهټۍ موقعيت او له مشتريانوسره ښه سلوک د دولت دګټې لامل شوي دی. |
دولت هغه صحاف دی، چې دکابل په ښار کې دصحافۍ هټۍ لري. هغه دورځې ترپنڅوزرواودکارپه موسم کې ترڅلوېښتوزرو افغانيوهم کار کوي. نوموړي دخپل برياليتوب راز دهټۍ په موقعيت کې وګاڼه او ويې ويل، چې که چېرې يې په کوم بل ځای داکاروبار کولی، دومره ګټه نشوای ترلاسه کولی. |