BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:42 گرينويچ 2011 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: ګټه او زيان

دميټايي پخول
شاه محمود دميټايي دپخولوپه کارخانه پانګه اچونه کړې، چې دورځې(۱۲)زره افغانۍکارکوي.
کاروبار او سوداګري په راکړې ورکړې پورى تړلي، چې په هغې کې دسوداګرو دګټې او زيان يادداشت اخېستل ډېراړين ګڼل کيږي.

حاجي غوث الدين دکابل ښارهغه سوداګردی، چې له دېرشوکالونوراپدېخوا دوچې مېوې کاروبار کوي.

نوموړي ته خلک دهېوادله بېلابېلوسيمو وچه مېوه راوړي او دوی يې په عمده ډول په داخل اوهم په ګاونډيو هېوادونو پلوري.

غوث الدين دجنس دپېرلواوپلرلو ديادداشت لپاره منشي په کار ګمارلی دی.هغه پدې هکله وويل:

"د هر جنس په نوم يوه دفترچه لرو، چې د کال په پای کې خپل پېرودل ، پلورل، ګټه اوزيان پکې محاسبه کوو."

دميټايي کارخانه:

شاه محمود بيا دکابل ښارهغه بل اوسېدونکی دی، چې دميټايي پخولو په کارخانه يې نهه کاله پخوا (۵۰) زره افغانۍ پانګه اچونه کړېده.

ګټه او زيان
ددفترچې درلودل د جنس دپلور، پېر ، ګټې او تاوان د مالومو لو لپاره اړين دي.

شاه محمود د کډوالۍ پرمهال دميټايي جوړولو کاروبار زده کړی، چې اوس د ورځې تر (۱۲) زرو افغانيوميټايي پلوري.

نوموړی په اخترونوکې بيا دورځې تر(۵۰) زرو افغانيو کار کوي اوترڅنګ يې هرشاګردته له (۳-۱۰) زرو افغانيو تنخواه هم ورکوي.

دکاليومينځلو پوډرپه خاورو کې زر
دکاليومينځلو پوډر
رخت پلورلپه خاورو کی زر
رخت پلورل
 د څارويو سوداګريپه خاورو کی زر
د څارويو سوداګري
چای پلورنځیپه خاورو کې زر
چای پلورنځی
بڼوالي په خاورو کې زر
بڼوالي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>