BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:00 گرينويچ 2011 ,02 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر : بڼوالي

دمچيوساتل
حيات الله کوهکن په درېيوکمپاينونوکې له مچيونه 60 کيلوګرامه شات ترلاسه کوي.
د افغانستان يوشمېرځمکه والوخپلې کرنيزي ځمکې مېوه لرونکو ونوته هم ځانګړې اوله دې لارې يې ښه ګټه کړېده.

حاجي روح الله د کابل دپغمان هغه بڼوال دی، چې له خپلې کرنيزې ځمکې يې بڼ جوړ اودمېوې ترڅنګ له بڼ نه دکرلپاره هم ګټه اخلي.

نوموړي پخواله خپلې ځمکې څخه دکال (24) زره افغانۍ ګټلې خواوس له بڼ اوځمکې څخه دکال د(200) زرو په شاوخواکې ګټه ترلاسه کوي.

دکابل دپغمان دترويجي خدمتونو مديروويل، چې بڼوالي دسبزيجاتوپه پرتله دپنوال کم وخت نيسي.

ددې ترڅنګ دتازه مېوې خرڅلاپه داخل او بهرکې ښه بازارونه لري. بڼوال دونوله اضافي څانګونه دسون دموادوپه توګه هم کار اخلي.

دمچيو ساتنه:

دشاتودمچيو ساتنه هم په افغانستان کې له ډېروکلونوراپدېخوا رواج لري او خلک ترې دخپل اقتصادپه لوړولو کې ګټه اخلي.

حيات الله کوهکن دپغمان ولسوالۍ اوسېدونکی د(1339) کال نه را پدېخوا د مچيو په روزلو بوخت دی.

بڼوالي
حاجی روح الله دخپل بڼ اوځمکې څخه دکال د(200) زروافغانيو په شاوخواکې ګټه ترلاسه کوي

کوهکن وويل، چې په درېيوکمپاينونوکې له مچيونه تر (60) کيلوګراموپورې شات ترلاسه کوي.

ددې اندازې شاتوقيمت ددو جريبوکرنيزې ځمکې له حاصل سره برابر دی. ددې ترڅنګ حيات الله دشاتودمچيوصندقونه هم جوړوي، چې په هرصندق کې ورته(300) افغانۍ ګټي.

دکانداريپه خاورو کې زر
ترموز پلورونکی
دالماريوتړلپه خاورو کې زر
دالماريوتړل
 ترموزپلورونکیپه خاوروکې زر
ترموزپلورونکی
قوريهپه خاورو کي زر
قوريه
خټګريپه خاورو کې زر
خټګري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>