 | | | شېرآغادونواوګلانوله قوريې څخه دکال له(۸۰۰) تر يومليون افغانينوپورې پيسې ترلاسه کوي. |
له کډوالۍ نه يو شمېرراستانه شوي افغانان پدې توانيدلي، چې له خپلوتجربو مثبته ګټه ترلاسه او ځانته يو کاروبار پيدا کړي. نورالهدی هغه راستنېدونکی دی، چې دکابل په ښار کې يې درې کاله پخوا په انټرنټ کلب پانګونه کړېده. نوموړی په يوه ساعت (۶۰) افغانۍ فيس اخلي، چې اوس يې پانګه نېږدې (۵۰۰) زرو افغانيوته رسېدلې ده. قوريه: لکه څرنګه ، چې ديوه کاردپيل لپاره پانګه اړينه ده، همدا راز ځمکه اوځای هم اړين دی. شيراغادکابل ښاريوبل راستنېدونکی دی، چې دکډوالۍپرمهال يې دقوريې جوړول زده کړي وو، چې اوس يې هغه تجربه په کار اچولې ده. نوموړي په (۱۰) جريبه ځمکه کې نېږدې د(۹۰) زرو مېوه لرونکو اوبې مېوې ونو او ګلانو قوريه جوړه کړېده.  | | | نورالهدی له يوه ساعت انټرنټ کارولوڅخه شپيته افغانۍ فيس اخلي. |
شيرآغاوويل، چې له دې قوريې نه دکال له (۸۰۰) زرو نه تر يومليون افغانيوپورې ګټه ترلاسه کوي. |