 | | | ولي وفا يوه بد رفت په تشولو کې له (٦٠٠) نه تر (٢٥٠٠) افغانيو پورې ګټي. |
هغه خلک چې سوداګريز فعاليتونه کوي، که چېرې دکارله پيل نه مخکې دکاروبار موقعيت په پام کې ونه نيسي، له يولړستونزو او تاوانونوسره مخ کيږي. سيد افضل يو له همدې رازکسانونه دی، چې په خپل کاروبارکې له ناکامۍ سره مخ شوی دی. نوموړي په (500) زره افغانيو دسيمسارۍ دکان جوړ کړ، چې دمګړۍ يې پانګه (350) زرو افغانيوته رالوېدلې ده . دسيدافضل ددکان تر مخ دمبايل جوړولو غرفې او پرزه پلورونکي وو. خلک نه پوهيدل، چې هلته دې دسيمسارۍ دکان هم وي. له دې کبله څوک يې دکان ته نه ورتلل، چې په پايله کې يې په ټولو جنسونوکې زيان کولو ته اړشو. موټرچلوونکی: يوشمېرکسانوله موټرچلولوڅخه په ښې ګټې اخيستنې سره پخپله پانګه کې دپام وړ زياتوالی راوستی دی. ولي وفا هغه څوک دی، چې له (٦)کالو راپدېخوايې د موټر چلونې څخه کار پيل او اوس مهال د(٢٢) موټرو خاوند دی . نوموړی د خپلو موټر و په واسطه د کورونو او دفترونو له بدرفتونو څخه اوبه تخليه کوي.  | | | سيدافضل ددکان دموقعيت دپام کې نه نيولو له امله (١٥٠) زره افغانۍ زيان وکړ. |
د يوه بد رفت د تشولو په بدل کې له (١٢٠٠) نه تر (٥) زروافغانيو پورې اخلي، چې نيمايي ورته په ګټه کې پاتې کيږي. د ولي وفا پانګه نېږدې(٤) مليونو افغانيو ته رسيږي ،چې لامل يې په کار پسې ګرځيدل، زامت ګالل او ټېنګه اراده وګڼله. |