 | | | ترټولوښه او غوره مالوچ دبلخ او مزارشريف دي، چې خلک يې ډېرپېري. |
مال او شتمني درلودل د هر انسان هيله ده په ځانګړې توګه هغه کسان، چي په اقتصادي برخو کې په کار بوخت وي ، د پانګې دزياتوالي هيله يې هم زياته وي. احمد مصطفی دلاوري يو له هغو کسانو څخه دی چي د بخارد ديګونو دجوړونې پر دستګاه يي پانګونه کړيده او ترڅنګ دېګونه ترميموي هم. نوموړې دخپلې پانګې اچونې موخه دبهرنيو دېګونو ترخرابېدو وروسته د هېواد په دننه کې دهغوی دترميم دامکاناتو نشتوالی په ګوته کړ. نوموړی دوطني دېګونوښه والی دهغه په جوړښت کې دښه کيفيت لرونکو موادو(المونيم) کارول وګڼل، چې ددېګ مقاومت يې زيات کړی دی. مصطفی د ورځې تر(٢٠) دانو پورې دبخاردېګونه پلورې، چې په هر دېګ کې تر (٤٠) افغانيو ګټه ترلاسه کوي . دمالوچوپلورل: دافغانستان ډېری اوسېدونکي له مالوچونه توشکې، بالښتونه او بړستې جوړوي او داړتياوړ مالوچ له بازارنه ترلاسه کوي.  | | | دبخار وطني دېګونه دښه کيفيت لرونکو المونيموڅخه جوړيږي، چې خواړه ژرپخوي. |
دې کار يوشمېردکاندارانوته دکارزمينه برابره کړېده. شاه ولي دکابل ښارهغه دکانداردی چې په عمده ډول مالوچ اخلي اوپرچون يې پلوري. نوموړی ښه مالوچ دمزارشريف او بلخ وګڼل، چې خلک يې زيات دپېرودلو هيله لري. |