 | | | عبدالعزيردکارپه بڼه کې په بدلون سره خپل پخواني مشتريان يې هم له ځان سره وساتل. |
نوښت د ژوند په ټولوبرخه کې ځانګړې رول لري، چې په سوداګرۍ کې ددې کار ګټې ډېرې تر سترګوکيږي. عبدالعزيز د کابل ښارهغه اوسېدونکی دی ، چې پخوا يې ديخچالي چرګانوغوښې خرڅولې، خوپېرېدونکي يې کم وو هغه دخپل کارپه بڼه کې بدلون راوړ. هغه اوس دشرکتونوڅخه دغوښې پرځای ژوندي چرګان راوړي اوپخپله يې حلالوي. هغه دحلالوکړو چرګانوغوښې په هره کيلوکې له (20-30) افغانيوګټي، چې د ورځې له (15) تر(20) دانوچرګان حلال او پلو ري. قراطاسيه پلورل: ځينې دکانداران ددکان دجنس په بدلون کې خپل مشتريان له لاسه ورکوي، خو يوشمېر کسانوبيادې ستونزې ته دحل لارپيدا کړېده.  | | | عبدالعزيزپخوا دچرګانويخچالي غوښې پلورلې، خواوس پخپله چرګان حلالوي او پلوري يې. |
فردين دکابل ښارهغه دکاندار دی، چې لومړی يې يوازې خوراکي توکي پلورل، خو ورو، ورو يې په دکان کې قرطاسيه باب هم ورزيات کړل. نوموړي پدې کار سره له يوې خوا خپل پخواني مشتريان وساتل او له بله پلوه يې دنويومشتريانوپه پيداکولويې ګټه هم دوه برابره شوه. |