 | | | حاجي زمری دترکاڼۍ دستګاه هم لري، چې د پېروندونکو د ترکاڼۍ ستونزه يې حل کړېده. |
يو شمېر کسانو دخپل اقتصاد دپياوړتيا لپاره په شريکو انګړونوکې ژوند غوره کړی او له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کوي. محمد حکيم دکابل ښار هغه اوسېدونکی دی، چې نوموړی او دکورنۍ نور غړي يې دښار په بېلابېلو سيموکې انګړونه لري. هغوی پخوا په بېلابېلو انګړونو کې اوسېدل او اقتصادي حالت يې ښه نه و،خو اوس ټول په يوه انګړکې اوسي او پاتې انګړونه يې په کرايه ورکړي دي. محمد حکيم دکورو نو دکرايې پيسې ټولې او هټۍ يې پرې جوړه کړه، چې اوس د اقتصاد له اړخه په ځان بسيا شوی دی. چهار تراش: ځينوکسانوبيا دبازار اړتيا وو ته په کتو پانګونه کړې، چې حاجي زمری يوله همداشان کسانوله ډلې نه دی.  |  په شريک انګړ کې اوسېدل هم داقتصاد په پياوړتياکې مرسته کوي.  |
نوموړي د ودانيو په لرګيو پانګونه کړې او په عمده او پرچون ډول دچهار تراش لرګي پلوري . هغه دخپل دې کارلامل دخلکو لخوا دنويو ودانيو جوړول وګڼل. حاجي زمری ددې ترڅنګ دترکاڼۍ دستګاه هم لري، چې پدې کار سره يې پېروندونکو ته د ترکاڼۍ ستونزه حل کړېده. |