 | | | دخصوصي ښوونځيودرامنځته کېدو موخه په لوړه کچه د زده کوونکو فارغ کول دي. |
پدې وروستيو کې يوشمېر کسانوپرخصوصي تعليمي موسسو، ښوونځيو اولېسو پانګونه کړې، چې خلکوته دخدمت ترڅنګ يې خپل اقتصاد هم پياوړی کړی دی. سيد عبدالفهيم د يوې خصوصي ليسې مسوول وويل چې دليسې لپاره يې دلوړ تحصيل لرونکي اوباتجربه ښوونکي استخدام کړيدي. که چېرې ځينې استادان پوره تجربه ونلري، دهغوی لپاره ځانګړي سيمينارونه په پام کې نيسي او داړتيا پرمهال دپوهنې له وزارت نه هم مرسته غواړي.  |  دخصوصي ښوونځيو رامنځته کول هم داقتصادپه پياوړتيا کې رول لري.  |
سيدعبدالفهيم وويل، چې داستادانو لپاره يې لوړ معاش په پام کې نيولي او داپيسې دزده کوونکوله فيس نه ترلاسه کوي. پدې ښوونځي کې ټول ټال (45) تنه استادان په دندو ګمار ل شوي دي. دهغوی ټوله هڅه داده، چې زده کوونکي په لوړه کچه وروزي. |