BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:43 گرينويچ 2010 ,07 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: کلچه پخوونکی

کلچه پخوونکی
محمود داختر په شپو وروځوکې تر عادي ورځو (٤٠-٥٠) کيلوزيات کيک او کلچې پلوري .
که چېرې د هرکار وبار له پيل نه مخکې سنجش وکړو او وروسته تر هغې ددکان يا دفتر لپاره مناست ځای غوره کړو، په راتلونکې کې به مو دګټې لارهواره کړې وي.

احمد شاه يو له هغه کسانو څخه دي چی د رهنما دفتر لري. هغه مخکې ترهغې چې دفترپرانيزي، د ځای په اړه يې پوره څېړنه کړې وه.

نوموړي دخپلې رهنمالپاره داسې ځای ټاکلی، چې دکانونه يې په دولتي نقشه جوړشوي او دهغې سيمې له خلکوسره هم پېژندګلوي لري.

ددې ترڅنګ هغه په سيمه کې دخلکوګڼه ګوڼه دخپل کاروبار لپاره ګټوره وګڼله اوپدې توانېدلې، چې له خپل کاروبارنه لازمه ګټه ترلاسه کړي.

کلچې پخوونکی:

په افغانستان کې ډېری کورنۍ د خوښۍ دورځوپه نمانځنوکې له کيک او کلچونه ډېره ګټه اخلي.

د همدې لامل له مخې يوشمېرکسانو دخپل اقتصاد دپياوړيا په موخه دکيک اوکلچو پخولواو پلورلوته مخه کړېده.

 ددکان يا دفتر لپاره د مناست ځای ټاکل دښې ګټې لار هواروي.

محمود دکابل ښار هغه اوسېدونکی دی، چی پخوا يې دکلچوپخولو په يوه دستګاه کې شاګردي کوله،خو اوس خپله دکلچوپخولودستګاه لري.

نوموړي پخپل کاروبار کې ډېرپرمختګ کړی اوددې کار لامل په کيک او کلچو کې دښه کيفيت لرونکوموادوکارول وګڼل.

محمود داختر په شپوکې تر عادي ورځوله (٤٠-٥٠) کيلوزيات کيک او کلچې پلوري اوله خپل دې کار نه راضي دی.

دموټرچلولوکورسپه خاورو کې زر
دموټرچلولوکورس
خياطيپه خاوروکې زر
خياطي
دنارينه وو آرايشګاهپه خا وروکې زر
ددکان تنظيمول
دسون موادپه خاوروکې زر
دسون مواد
په خاورو کې زرپه خاورو کى زر
کار ته پرمختګ ورکول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>