 | | | يارمحمدپه پام کې لري، چې خپل دډرېورۍ کورس په انستيتيوت بدل کړي. |
د هرکار په پيل کې انسان له يو لړ ستونزو سره مخ کيږي، خو هيله لري، چې خپل کار و بار ته پرمختګ ورکړى، چې ددې کارلپاره دځينوټکو په پام کې نيول اړين دي. يار محمددکابل په ښارکې (11) کاله مخکې په ډېرو لږو امکاتو دډرېورۍ کورس جوړکړ، چې اوس يوه ستره درس خانه او زيات شمېر موټرې لري. هغه وويل، چې دکورس ادارې او داستادانو داستعدادته پاملرنې اوتبليغاتودهغوی کارته پرمختګ ورکړی، چې يوه مرکز پر ځای اوس (6) مرکزونه لري. يارمحمد دوی د ثقيله وسايطو دډرېورۍ کورسونه هم جوړ کړي او په پام کې لري، چې په راتلونکې کې خپل کورس په انستېتيوت بدل کړي. خښتې اچول: يوزيات شمېرخلکو په چاپېريال کې له موجود و امکاناتوګټه اخيستې، چې يوله هغوی نه محمداجان دکابل دده سبز اوسېدونکی دی.  | | | په چاپېريال کې له شتو امکاناتونه ګټه اخيستل داقتصاددپياوړي کولو غوره لار ده. |
نوموړی له خپلې ځمکې نه تر کښت مخکې دخښتو لپاره هم ګټه اخلي. هغه په مزدور کارانو( 1000 )خښتې په ( 350) افغانۍ وهي. مزدورکاران ترهغه ځمکه کيندې، چې دکښت وړ خاوره پکې رابرسېره شي، چې وروسته ترهغې بل ځای دخښتولپاره ټاکي. |