 | | | عتيق الله دخوراکي موادو په پلورنځي کې ترکاري، مېوه اويوشمېرنور اجناس هم پلوري. |
هر سړی د آرام ژوند ددرلودلو لپاره هڅه کوي، چې د شتوامکاناتو نه ګټه واخلي او خپل اقتصادپياوړی کړي.ځينو دکارپه بڼه کې بدلون راوستی خويوشمېرنورو بيا دخپلو پلرو نو په پل، پل اېښی دی. حاجى عبد الرسول، دکابل ښار هغه اوسېدونکی دی، چې دتسبيح پلورلودکان لري. هغه دتسبيح پلورل د خپلونيکونوميراث وګاڼه. نوموړی دتسبيح پلورل دڅوګټودرلودونکی کار ګڼي، لومړی ثواب درلودل، دويم نه خرابېدل او ښه بازار درلودل. هغه وويل، چې تسبيح دروژې په مبارکه مياشت او دلوی اختر په شپو ورځوکې ډېرې پلورل کيږي او ګټه يې هم ديادونې وړ وبلله. خويوشمېرنورو بيا له ګاونډيوهېوادنوغوره تجربې رالېږدولي، چې دا تجربې هغوی دخپل کار او اقتصاد دپياوړتيالامل ګڼي.  | | | دتسبيح پلورل له يوې خواد ثواب درلودونکي دي، له بلې خوا نه خرابيږي او ښه بازار لري. |
عتيق الله، دکابل دښارهغه دکاندار دی، چې خوراکي موادو په پلورنځي کې ترکاري، مېوه اويوشمېرنور اجناس هم پلوري. نوموړی داکار دخپلې ګټې ترڅنګ پېرېدونکوته هم دآسانتياوو درامتځته کولوپه برخه کې ګټور وباله، چې دهغوی دوخت دضايع کېدوڅخه مخنيوی کوي. |