BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:24 گرينويچ 2010 ,18 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاوروکې زر: دمڼو راټولول

دمڼو راټولول
مڼې دې په کارتونونوکې ځای پرځای شي، چې تازه هوا ورشي اوله ژرخرابېدويې مخنيوی وشي.
د بڼونو رامنځته کول، بڼوالي اود بڼوالوتشويق دکرنې وزارت له ځانګړو موخو څخه شمېرل کيږي.

هغه شمېربڼوال چې د کرنې وزارت تشويق او لارښوونه يې ورته کړي، خپلوبڼونوته يې لازمه پاملرنه کړې اواقتصاديې هم پياوړی شوی دی.

عبدالمتين يو له هغو بڼوالو څخه دی، چې لاندې ټکي يې په پام کې نيولي او نورو بڼوالوته هم دا ډول مشوره ورکوي:

بڼوال دې د تلې د مياشتې له پينځمې نېټې نه مخکې له ونو مڼې نه راټولوي،څو ښې پخې او هوا هم سړه شي.

مڼې دې د پلاستيکي کڅوړوپر ځای په کارتونونوکې ځای پرځای شي، چې تازه هوا ورشي اوله ژرخرابېدو يې مخنيوی وشي.

دغټ پوټکي لرونکې مڼې دې دذخېره کولو لپاره وساتل شي، چې ژر نه خرابيږي.

په خاوره کې زر
دپلان درلودل انسان ته دپرمختګ ور پرانيزي.

دپلان درلودل:

په هر کار دپلان درلودل انسان ته دپرمختګ ور پرانيزي. قاهر، چې دکابل په ښارکې دزرګرۍ دکان لري،دخپل بري لامل داسې په ګوته کړ:

" دزرګرۍ په دکان کې شاګرد وم، ټولوکارونوته مې منظم پلان جوړاوه، چې ددکان خاوند زما له کار څخه خوښ اوماته يې په دکان کې برابره ونډه راکړه."

ژوره څاه په خاورو کي زر
ژورې څاه ګانې
له چاپېريال نه ګټه اخيستلپه خاورو کې زر
له چاپېريال نه ګټه اخيستل
دبازارد اړتياپېژندلپه خاوروکې زر
داړتياپېژندل
 د ودانيو جوړولو موادپه خاورو کې زر
د ودانيو جوړولو مواد
بې پانګې سوداګريپه خاوروکې زر
بې پانګې سوداګري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>