 | | | دخلکو اړتياوې په پام کې نيول دګټې دترلاسه يواځينۍ لار ده. |
دسوداګرۍ په برخه کي د پر مختګ يوه لار دقيقه محاسبه ده، چې که چېرې يې يو سوداګرښه ترسره کړي، ډېربری به هم ترلاسه کړي. مايل آغا، دکابل ښار دجامود خرڅلاويو دکاندار، پدې نظر دی چې سوداګرپرته له محاسبې هيڅ پرمختګ نه شي کولی. هغه دخپلې ورځنۍمحاسبې له مخې مالوموي چې کوم جنس ډېرپلورل کيږي اوښه ګټه پکې ترلاسه کيږي، بيا هماغه جنس واردوي. نوموړي، چې کومه وخته محاسبه پيل کړې، دکان يې په درې منزله پلورنځي بدل شوی دی. ژورې څاه ګانې: يوشمېرپانګه والو د خلکو اړتيا وې په پام کې نېولي اودهغه پربنسټ يې پانګونه کړېده، چې په پايله کې يې ښه ګټه ترلاسه کړېده.  | | | دسوداګرۍ په برخه کي د پر مختګ يوه غوره لار دقيقه محاسبه ده. |
نصيب الله هغه څوک دی، چې پانګه يې دژورو څاه ګانودکيندنې په دستګاه په کاراچولې ده. هغه دخپل دې کار لامل داسې بيان کړ: "دژورې څاه دکيندلوپه برخه کې مې څوکاله شاګردې کړې او پوره تجربه پکې لرم. اوس دهرې ژورې څاه په کيندلوکې راته تر(٤٥) زرو افغانيوګټه پاتې کيږي." |