 | | | مياسعيد دترېشرپه ماشين کارله ګرموسيموپيل او وروسته بيا سړوسيمو ته ځي. |
يوشمېر خلک پدې نظر دي چې هر هغه څه چې په لاس کې ولري بايد د ځينو سنجشونو په پام کې نيولو سره ترې ګټه واخلي. الله ګل، دکابل ښار اوسېدونکی،چې له دريوکالونوراپدېخواد ګنيو اوبه پلوري، په هر کار کې سنجش ډېراړين بولي . هغه دخپل برياليتوب راز په پاکۍ، مناسب ځای او دتازه اوښو ګنيو نه په ګټې اخيستنې کې بولي. الله ګل وويل: "د ورځې (٢٠) منه ګني پلورم، يومن په (٧٠) افغانۍ اخلم چې (١٠-١٢) ګيلاسه اوبه ترې لاسته راځي . يو ګيلاس اوبه په (١٠) افغانۍ پلورم چې دورځې (٦٠٠) افغانۍ ګټه راته پاتې کيږي." دتريشرماشين: ميا سعيد د لغمان ولايت د قرغه يي ولسوالۍ اوسيدونکي په (١) مليون افغانيو دترېشر ماشين او ټراکتور اخيستی دی.  | | | الله ګل دخپل برياليتوب راز په پاکۍ، مناسب ځای او دښو ګنيو نه په ګټې اخيستنې کې بولي. |
هغوی خپل کارله ګرمو سيموپيل او وروسته کاپيسا او ميدان وردګو ته ځي او دکال تر(٢٥٠) زره افغانيو پورې ګټه تر لاسه کوي. هغوی دغنمودتريشر(له بوسو دغنموبېلول اوپاکول) ترڅنګ شولې هم ترېشرکوي او له ټرکټورنه دخلکو دځمکو په يوې کولو او تعميراتي کارونوکې هم کار اخلي. |