 | | | که دموسم تېرو جاموپه بيه کې کموالی په پام کې ونه نيول شي، خپل ارزښت له لاسه ورکوي. |
په افغانستان کې له څولسيزو راپدېخوا ډيری خلک لاسي ګنډنو ته ډېر ارزښت ورکوي، چې يوه بېلګه يې دپه لاس ګنډل شوو زړوخوليو دمشتريانو ډېرېدل دي. انجنير جان اغا چې دکابل ښار په نوي ښار کې دکان لري، دنورو څيزونو تر څنګ زړې خولۍ هم پلوري. هغه د زړو خوليو ډيری رانيوونکي سيلانيان او بهر مېشته افغانان ياد کړل او دلاسې ګنډنې خوليو پلورل يې دافغاني کلتور يوه نښه وشمېرله. انجنير جان آغا وويل چې زړې خولې ددې لپاره نه مينځي چې بياخپل ارزښت له لاسه و رکوي . هغوی په هره خولۍ کې تر(٪٣٠) پورې ګټه اخلي. موسم تېرې جامې: خو يوشمېرنورهټيوال بيا خپلو جنسونوته دموسم سره سمې بيې ټاکي. نصيراحمددکابل ښاريوبل هټيوال پدې اړوند وويل: "دموسم تيرو جامو بيه (٪٥٠) ټيټوو ، ځکه داکار موږته داعلان بڼه لري اوله بله پلوه د جامودموډ نېټه هم تيريږي.  | | | زړې خولې ددې لپاره نه مينځي چې بياخپل ارزښت له لاسه و رکوي. |
د موسم تېرو جاموپه پيسو په نوي موډ جامې راوړو او پدې ډول دموډ اوفيش مينه وال له ځان سره ساتو اودخرڅلاو له امله ګټه هم ډېره کوو." نصيراحمد وويل چې که چېرې دموسم تېرو جامو بيې ټيټې نه کړي، خپل مشتريان له لاسه ورکوي. |