 | | | دلومړي لاس مال راوړل ، ښومالي امکاناتو، سواد اود بهرنۍ ژبې پوهېدنې ته اړتيالري. |
په کابل کې دکاغذ باد الوځولو موسم مخ په نېږدې کېدو دی او يوشمېرکسان دکاغذ بادله پلورولوګټه ترلاسه او خپل ژوندپرمخ بيايي. اجمل دکابل اوسېدونکی هم يو له هغو کسانو نه دی چې دکاغذ باد پلورلو دکان لري. هغه وويل چې (٨)کاله وړاندې دالوبه په ژمې کې کېدله. اوس خلک په اوړي کې کاغذباد الوځوي. نوموړی دکاغذباد دپلورلو له لارې دورځې تر (٥) زره افغانيو پورې ګټه کوي. هغه دخپلې ګټې لامل دکاغذباد دموسم تر رارسېدومخکې تياری نيول وښودل. کله چې داموسم پای ته ورسيږي، بيا ترکاري او غوښه پلوري. دويم لاس پلورونکی: رشادبيا هغه څوک دی چې دکابل ښار په يوه مارکيټ کې دکان لري او دويم لاس مال پلوري. هغه دخپل کارپه اړه وويل: "هغه خلک چې اول لاس مال پلوري ګټه يې زموږ په پرتله ډېره ده، يانې داچې موږ دمال د اصلې پلورونکي په پرتله نيمه ګټه ترلاسه کوو."  | | | دجنس دپلورنې د موسم په پام کې نيول د ښې ګټې د ترلاسه کولوغوره لار ده. |
دبشير احمد جويا په اند ، چې اول لاس مال راوړي او پرچون يې پلوري ، ددې کارلپاره ښه مالي امکانات ، سواد او دبهرنۍ ژبې زده کړه ډېره اړينه ده. داکسان له (٣٠-٣٥) په سلوکې ګټه ترلاسه کوي،ځکه چې هم دعمده اوهم دپرچون پلورونکي کردار ادا کوي. |