 | | | احمدتهماس ديوه دوست په مرسته په خوازو باندې پانګه اچونه کړې چې ښه ګټه ترلاسه کوي. |
د هوا په ګرمېدو په مارکيټونو اودکانونو کې ترکاري ډېره کيږي، خو يو شمېر ترکاري پلورونکي ، د ترکاريو له خرڅلاو نه خوښ ندي . عبدالودود د کاپيسا ولايت ترکاري پلورونکي وويل چې په ګرمۍ کې يې ترکاري ددوو ورځو په دننه کې خرابيږي او دې ته اړ کيږي چې ويې غورځوي. عبيدالله يو بل ترکاري پلورونکی بيادومره ترکاري راوړي چې هماغه ورځ وپلورل شي.هغه ټوله ترکاري پاکوي او مينځي يې. که چيرې يې ترکاري بلې ورځې ته پاتې کيږي، لنده بوجۍ پرې اچوي چې له خرابېدويې مخنيوی وشي. شراکت: احمد تهماس دکابل ښاريواوسېدونکي په مهاجرت کې دخوازې دتړلوکار زده کړی خوپانګه يې نه درلودله. هغه وويل: "يودوست ته مې، چې پدې کارکې يې بلدتيانه درلودله، وړانديز وکړ چې خپله پانګه په کار واچوي،کاربه زه کوم، ګټه به شريکه وي.  | | | دګرمۍ په موسم کې بايددومره ترکاري راوړل شي چې په هماغه ورځ وپلورل شي. |
هغه پدې برخه کې خپله (٢٠٠) زره افغانۍ پانګه په کار واچوله چې اوس په اوونۍ کې له (٢٠) تر(٢٥) زرو افغانۍ ګټواوشاګردان مو هم نيولي دي." اوحليمه هغه مېرمن ده، چې د غوا د شيدوله پلورلو څخه دروځې تر (١٠٠) افغانيو پورې ګټه تر لاسته کوي او له همدې پيسو خپلو ماشومانو ته قلم او کتابچې اخلي. |