يو له داسې کسانو ډاکټر موسی وردګ دی چې په کابل کې يې خصوصي روغتون جوړاوپانګه اچونه يې پرې کړېده.
هغه وويل چې پخوابه زموږ زيات شمېرهېوادوال ددرملنې لپاره دزياتوستونزوپه ګاللواوډېروپيسوپه لګولو بهرنيو هېوادونوته تلل.
شخصي روغتونونو دنوې تکنالوژۍ اونوروپرمخ تلليوطبي سامان آلاتوپه درلودلواوس دا ستونزه حل کړېده.
دا روغتونونه اوس ددې جوګه شوي چې هماغه آسانتياوې تيارې اوپه کوردننه د هېوادوالو درملنه وکړي.
ددې ترڅنګ په سوداګرۍ اوپانګه اچونه کې رښتينولي اوصداقت هم دبري په لوريوسترګام ګڼل کيږي.
نصرت الله دکابل ښار يوسوداګر له هيڅ نه په کارپيل کړ خو داچې امانتدار او رښتينی دی، خلکوپرې باور وکړ او اوس يوغټ سوداګردی.
هغه په سوداګرۍ کې دخلکو دباور لاسته راوړل دبرياليتوب راز اوهغه يې ترټولوستره پانګه وګڼله.