BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:30 گرينويچ 2010 ,07 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاوره کې زر : فوتوکاپي

دفوتوکاپي ماشين
سيدمحمدداوودفوتوکاپي (٤) ماشينونه درلودل خواوس يې شمېر(١٥) پايوته رسېدلى دی.
د وخت په تېرېدو او دنوي تخنيک په رامنځته کېدلوسره دسوداګرۍ سربېره خلکودګټې او اقتصاد د پياوړتيا نورې لارې هم موندلي دي.

سېد محمدداوود دکابل ښـاراوسېدونکى هم يو له همداسې کسانوڅخه دى چې دفوتو کاپي دماشينونوله په کار اچولو ښه ګټه ترلاسه کوي.

نوموړي په پيل کې دفوتوکاپي (4) ماشينونه درلودل خواوس يې شمېر(15) پايوته رسېدلى چې راز راز ماشينونه پکې دي.

دهغه لومړنۍ پانګه (250) زره افغانۍ وه چې اوس دورځې تر دوو زرو افغانيو ګټه ورته پاتې کيږي اوپه دکان کې شاګردان هم لري.

کندنکاري:

خويو شمېرنوربياپه ځينوکسبونوکې دګټې له نشتوالي سرټکوي، داچې ددې کارلامل څه دی، دکابل يوبل اوسېدونکى،انجينر محمد داوودوويل:

"د څلويښتو کلونو راپدې خوادتيږو کندن کاري کوم خو ددکان دلوحې دنه درلودلو له کبله مې اوس کارپه ټپه ولاړ دی.

کندکاري
دحسيب الله دکان چې لوحه لري ، دورځې له دريوتر څلو رو زرو افغانيو ګټه تر لاسه کوي .

که لوحه ولګوم ښاروالۍ دمياشتې (4000) افغانۍ رانه اخلي اوداچې دکان مې په پس کوچه کې دی، دومره پيسې نه شم ترلاسه کولای."

خو حسيب الله دورځې له دريوترڅلورو زرو افغانيو ګټه کوي ، دده دکان لوحه لري او هم يې دکان دسړک پر غاړه دی .

د نوموړي ددکان په ويترين کې دخلکودپاملرنې دراګرځولو لپاره رنګارنګ بيلگې هم ايښې دي.

ماهي پزيپه خاوره کې زر
خصوصي ښوونځي
کنګينهپه خاوره کې زر
کنګينه
سنجشپه خاوره کې زر
ټېکه داري
گلدوزيپه خاوره کې زر
ګلدوزي
دکانداريپه خاوره کې زر
دکانداري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>