BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:34 گرينويچ 2010 ,09 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاوره کې زر: دکانداري

دکانداري
دوخت په تېرېدو او دښارونو په پراخېدو سره هټۍ(دکانونه) هم ډېريږي او خلک پدې برخه کې پانګه اچونه کوي ، خو با سنجشه هټيوال څوک دی ؟

احمد شاهپور دکابل دکلوله پشتې يو هټيوال وويل چې په لومړي سرکې يې د(١٠٠) زروافغانيوپه ارزښت يوه کوچنۍ هټۍ جوړه کړه.

هغه دجنس داخيستنې اوپلورنې نرخونه له ځان سره سنجش او له شپږوکلونو وروسته يې مغازه جوړه اود(٦٠٠) زرو افغانيوسودا يې پکې اچولې ده.

خلک دښه سنجش ترڅنګ له مشتريانوسره نېک سلو ک ، دهټۍ نظافت په پام کې نيول اودښه جنس وړاندې کول هم دهټيوال دبري لاملونه ګڼي.

په هټيوالۍ برسېره بڼوالي هم پانګې اچونې،تجربې اوسنجش ته اړتيا لري.

علی خان دکابل دشکردرې هغه بڼوال دى چې دانګورو دچېلې جوړول يې له تلويزيون نه زده کړي دي. هغه دخپلو انګورودچېلو اوتجربو په اړه وويل:

دکانداري
له مشتريانوسره نېک سلو ک او دښه جنس وړاندې کول هم دهټيوال دبري لاملونه دي.

"دانګورولپاره مې په (١٥٠) زرو افغانيو سمنټې پايې جوړې کړې چې له هغې سره مې د انګورو حاصل دوه برابره شو او اوس داشان زر چېلې لرم."

نوموړي وويل چې لګول شوې پېسې يې په يونيم کال کې بېرته ترلاسه کړې اوپدې کار کې ورسره دهغه کورنۍ هم ډېره مرسته کړېده.

دعلي خان له دې تجربې څخه دهغه ځاى نورو بڼوالو هم ګټه اخيستې چې هريو يې له خپل کارڅخه راضي دی.

په خاوره کې زرپه خاوره کې زر
بلوک جوړونه
مالداريپه خاوره کې زر
دمالدارۍ فارم
" په خاورو کې زر"ژونداو زدکړه
" په خاورو کې زر"
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>