BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاوره کې زر: مالداري

مالداري

دافغانستان ډېری خلک دکرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي. که چېرې دوئ د خپلو څارويو ښه ساتنه وکړي ښه ګټه هم ترلاسه کولاى شي.

خوڅارويو ته د نه پاملرنې په صورت کې کيداى شي له ډېروزيانونوسره مخ شي، سردار محمد، دکابل دپغمان هستوګن وويل:

"دژمي له رارسېدو مخکې مې دوه غواوې واخېستې خوهغوئ ته مې مناسب ځاى اوخواړه تيار نشواى کړاى، (٣٠٠٠) افغانۍ تاوان مې پکې وکړ."

عبدالصمدددې ولسوالۍ يوبل اوسېدونکي دښه سنجش اودنورو له تجربوڅخه په ګټې اخيستنې دوې زراعتي غواوې واخيستې.

دهغوی ښه پالنه يې وکړه چې اوس يې شمېرشلو ته رسېدلى دى او هر خوسی يې دوطني په پرتله دوه برابره ګران خرڅيږي. هغه وويل :

" زراعتي غوا په ورځ کې درې منه اووطنۍ يو من شېدې کوي، هره غوا دورځې تر (١٢٠)افغانيو پورې لګښت او له (٤٠٠) افغانيوډېره ګټه لري."

مالداري
په هرکارکې ښه سنجش اودونوروله تجربوڅخه ګټه اخيستل دبري راز دی.

نوموړى خپلو څارويوته ښه خواړه ورکوي اوهغوی وخت په وخت واکسين اودوترنرانو په لارښوونه دهغوئ په ساتنه اوپالنه کې هڅه کوي.

هغه غواوو ته دغوجلې غولی له پخو خښتو جوړاوغوجلې يې پاکې اومخ په لمر جوړې کړې دي.

" په خاورو کې زر"ژونداو زدکړه
" په خاورو کې زر"
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>