|
په خاوره کې زر: بلوک جوړونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دتېر اتو کلونو راپدېخوا راستنېدونکو افغانستان ته له ځانونو سره يو لړ نوې تجربې هم راوړي ، چې يوه يې دبلوکونو جوړول دي. انجينر فريد اته کاله وړاندې بلوکونه جوړول پيل کړل، دا چې څرنګه يې بلوکونو ته بازار پيدااو لګول شوې پيسې يې بېرته ترلاسه کړې ، هغه وويل: "هغه مهال په کابل کې ساختماني کارونه نوي پيل شوي وو، دخښتوبيه ډېره لوړه وه، په (٦٠٠) زرو افغانيو مې دبلوک دستګاه اوسمنټ واخيستل. لومړى چا بلوک نه خوښول. ديوه دوست دکورچارديوالي مې له بلوک جوړه کړه چې دلارويوزياته خوښه شوه. پدې توګه مې بلوک ته اخيستونکي پيدا اوديوه کال په اوږدوکې مې( ٢ ) ميليونه او(٥٠٠) زره افغانۍ ګټه وکړه." دميرمنولاسته راوړنې: ددې ترڅنګ ميرمنې هم توانيدلي دنوروله تجربوڅخه په ګټې اخيستنې سره ځانته مشتريان پيدا کړي. سعديه،چې نوې له کندهارنه کابل ته راغلې او آرايشګره ده، په تلويزيون کې يې ديوې ورځې دوړياکار اعلان ورکړ.
په هغه ورځ (٩٠) ښځوورته مراجعه وکړه. هغې دمشتريانوخبروته مې ښه غوږ نيوه اوپدې توګه يې ډېرمشتريان پيدا کړل. حفيظه ملک با با يوه بله ميرمن ده چې دکليوالوميرمنو خامک شوي څيزونه په بهرنيانو پلوري او لدې لارې ګټه ترلاسه کوي ، هغې وويل: "په (٥) زرو افغانيومې کار پيل کړ، او س په هروپنځو زرو افغانيو کې (١٠) زره افغانۍ ګټم او بهرنيان مې کار ډېر خوښوي." |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||