 | | | پخوا به مشتريانو ګلدوزته په ورځوانتظار کاوه خواوس تياروجاموداستونزه حل کړېده. |
سره له دې چې د وخت په تېرېدوپه افغانستان کې ځينو کسبونو خپل ارزښت له لاسه وکړې خوترڅنګ يې بيايو شمېر نورو هغو وده کړې چې يويې هم ترکاڼي ده. سالم چې دکابل په خير خانه کې دترکاڼۍ دکان لري وويل :" له بېکارۍ نه دژغورنې لپاره مې ديوه نجارڅخه دکوچونوجوړول زده کړل. په (٤٥٠) زره افغانيو مې دمريم لېسې د بازار کې پداسې ځای کې دکان ونيو چې د زيات شمېر لارويانوپام زموږدکان ته را اوړي." سالم تر دي دمه ديومليون او(٦٠٠) زرو افغانيو کار کړی چې (٦٠٠) زره افغانۍ يې پکې ګټه کړېده. همدا راز فريدون بيا هغه دکاندار دی چې دګلدوزي شويو څيزونو له خرڅلاونه يې ډېره ګټه ترلاسه کړېده. هغه وويل چې دنارينه وو په يوه جوړه ساده جامو کي (٨٠) افغانۍ ګټي خو په ګلدوزي شووهره جوړه کې ددې دوه برابره ګټه ترلاسه کوي.  | | | سالم په ترکاڼۍ کې په يومليون او(٦٠٠) زرو افغانيو کې (٦٠٠) زره افغانۍ ګټه کړېده. |
پخوا به مشتريانو ګلدوزته په ورځوانتظار کاوه خواوس دهغوی داستونزه حل کړشوېده اوهرراز جامې چې وغواړي تيارې يې اخيستلی شي. دې کارترډېره بريده دګلدوزانو ستونزې هم حل کړيدي. حشمت الله دخيرخانې دبازاريو ګلدوز وويل: "پخوا به مو يوازې دګرمۍ په موسم کې کارکېده خواوس چې ددکاندارانوفرمايش اخلو، هيڅ بې کاره نه پاتې کېږو." |