 | | | له مشتريانو سره نېک سلوک او په وعده وفاکول دمشتريانودرضايت سبب کيږي. |
دسوداګرۍ چارو ته اوس دنارينه ووترڅنګ ښځوهم مټې رانغاړلي دي چې حبيبه ميرزاد يوه له همداشان ميرمنونه ده. هغې دترشې جوړلويوشرکت جوړکړى او يوشمېرښځينه کارکوونوته يې دکارزمينه برابره کړې ده. حبيبه ميرزاد وويل چې د اړتياوړ خام مواد دکابل له بازارنه برابر او ترپروسس وروسته يې دپلورنې لپاره وړاندې کوي. هغوي دکميت په تناسب کيفيت ته ډېره پاملرنه کوي اوپه پام کې لري چې په راتلونکې کې (١٠٠) زرو ميرمنوته پخپل شرکت کې دکار زمينه برابره کړي. په وعده درېدل: عبدالکريم رحيمي دکابل په ښارکې دښه سنجش او مناسب ځای له کبله توانېدلی دخياطۍ لپاره ډېرمشتريان پيداکړي. هغه وويل: "ددکان موقعيت،له مشتريانو سره نېک سلوک او دجامو په ګنډلواو سپارلوکې په وعده درېدل دمشتريانودرضايت سبب اومشتريان نورهم ډېريږي."  | | | حبيبه ميرزاددترشي جوړولوپه شرکت کې غواړي (١٠٠) زرو ميرمنوته دکار زمينه برابره کړي. |
له کارسره مينه او ليوالتيا او ددوستانوله لوري هڅول هم دکاردپرمختګ لامل کيدای شي. ضياالدين،دکابل ښاريوتن اوسېدونکي وويل: دروغتيايي داروګانوکميشن کاري مې کوله، خو کورنۍ اودوستانوکارته وهڅولم او ددارو واردلوشرکت مې جوړکړچې اوس ښه ګټه ترې ترلاسه کوم. |