 | | | په کورونوکې دچرګانوساتل هم دکورنۍ داقتصاد په پياوړتيا کې ځانګړې ونډه لري. |
په لرګيو کې شبکه کاري او ګُل کاري نوی کسب ندی ،خو ځينو خلکو دنوو تجربو او دخلکو دغوښتنو دپه پام کې نيولوسره دې کسب ته ښه بازارپيدا کړی دی. پدې اړه حاجي عبدالستار وويل چې (٥) کاله دمخه يې په يوه پس کوڅه کې دشبکه کارۍ دکان پرانيست خوهلته يې مشتريان نه درلودل. وروسته يې ددکان ځای بدل اودخپل شهرت لپاره يې اشتهاري کارتونه چاپ اوخپاره کړل چې په دې توګه يې هم کورني اوهم بهرني مشتريان وموندل. پدې توګه ويلي شو چې ددکان لپاره مناسب ځای، شهرت ، تجربه اودمشتريانوغوښتنې په پام کې نيول دبري راز دی. له بلې خوا دکابل په قلای خاطر کې يوې کورنۍ له خپل انګړ نه داقتصاد په ښه والي کې ګټه اخېستې جلال ددې کورنۍ مشر زوی وويل:  | | | حاجي عبدالستاردخلکو دغوښتنو په پام کې نيولوسره شبکه کارۍ ته ښه بازارپيداکړی دی. |
موږ په کور کې شپشتې ( رشقه )کرلې چې په هرو (١٥) ورځو کې يې يوځل پلوروو. ددې ترڅنګ موونې کينولي او(٣٥) دانې چرګان موهم ساتلي دي. سعيده دجلال لور وويل چې دوي دانګړاوچرګانو نه دومره حاصل ترلاسه کوي، چې که په کورنۍ کې يې هيڅ غړی کارهم ونکړي، ددوي د اقتصادي ستونزو سره نه مخ کيږي. |