 | | | موټر هم د ژوندانه له اړتياوو شمېرل کيږي چې دامکان تربرېده هرې کورنۍ يې بايدولري. |
په افغا نستان کې دنورو پرمختګونوترڅنګ دتخنيک او نوې تکنالوجۍ په برخه کې هم دپام وړ بدلونونه راغلي چې له دې جملې نه يو يې هم دتصويرونودشاليد( بکګرونډ) جوړول دي. محمد نديم دکابل ښاريوعکاس دکمپيوترپه مرسته دتصويرونوتر شا ښکلې منظرې اوګلان کاروي او له دې لارې ښه ګټه ترلاسه کوي. هغه وويل چې ډېری خلک دتصويرونوترشا غروب خوښوي خويوشمېرنور بيالوړپوړې ودانۍ او ګلان غوره بولي. له بلې خوا موټر هم د ژوندانه له اړتياوو شمېرل کيږي چې دامکان تربرېده هرې کورنۍ ته يې درلودل اړين دي. زلمی اکبري ددولت يو کارکوونکی پدې نظر دی چې موټر بايدد معاملو دلارښوونې د دفتر له لارې واخيستل شي او اسناد يې ستونزې ونلري.  | | | ځيني خلک دتصويرونوترشا غروب اوځينې نوردنګې ودانۍ اوګلان خوښوي. |
خليل بيا هغه څوک دی چې خپلې بې روزګارۍ ته يې ددکان دجوړولو له لارې دپای ټکی اېښی دی. نوموړي دکابل په ښار کې په کمه پانګه دقرطاسيې پلورلودکان جوړ کړی خو د مشتريانوسره نيک سلوک يې دښې ګټې زمينه ورته برابرکړېده. |