 | | | نعمت الله په اوونۍ کې له (٢-٣) ټنوپورې ګاز پلوري او په يوه کيلوګازکې (٥) افغانۍ ګټي . |
شتمني د يوې ټولنې په جوړښت کې مهم رول لري اوهغه څوک چې پيسی و لري په بېلا بېلوبرخوکې پانګه اچونه کوي اوځانته سالمې بوختياوې مومي. نعمت الله يو له همداسې کسانوڅخه دی چې خپله پانګه يې دګازپلورلوته ځانګړې کړېده. هغه ددې کارلامل په خپله سيمه کې دبرېښنانشتوالی وښود. نعمت الله په يوه کيلوګازکې (٥) افغانۍ ګټي او د اوونۍ (٢-٣) ټنوپورې ګاز پلوري، چې له خپل دې کارنه راضي دی. بلن ليکونه: ويس باستاني بيا دبلن ليکونودپلورنې له لارې پوره ګټه ترلاسه کوي او خپله کور ورباندې چلوي. نوموړی دبېلابېلوډيزاينونولرونکي کارتونه پلوري.  | | | زياتره خلک چينايي بلن ليکونه خوښوي ځکه چې ښه کيفيت لري اوبيه يې هم ټيټه ده. |
هغه دخپلې ګټې لامل دپېرودونکوله خوا د بېلابېل ډيزاين لرونکوبلن ليکونو غوښتنه وښوده چې ځينې خلک په بلن کې شعر اوځينې هم دزوم تصويرپکې چاپوي. البته زياتره خلک نن سبا چينايي بلن ليکونه خوښوي ځکه چې له يوې خوا ښه کيفيت لري اوله بله پلوه يې بيه ټيټه ده. |