 | | | دځينوکسانودتازه ګلانودروزنې اوپلورنې له لارې خپل کورنی اقتصادپياوړی کړی دی. |
تجربې ښوولې ده هغه خلک چې پرله پسې کار کوي کولای شي چې له لږې پانګې ځانته ښه دګټې کار پېدا کړي. له دې ځايه واورئ! سيدآغا دکابل ښاريوه اوسېدونکي دموټرشويۍ دجوړولو له لارې هم خپله ګټه کړې اوهم يې ښاريانوته آسانتياوې برابرې کړې دي. نوموړي په موټرشويۍ باندې (٢٠٠) زره افغانۍ پانګه اچونه کړې چې اوس دورځې له (٢٠-٤٠) پورې موټرې مينځي. دعادي موټرشويۍ نه (١٠٠) افغانۍ اوله سوپرشويۍ نه له (١٠٠٠-١٥٠٠) افغانيو اخلي. هغه خپلوشاګردانوته د ورځې له (٢٠٠-٤٠٠) افغانۍ ورکوي. سيدآغا وتوانېدپه لنډه موده کې خپله په کار اچول شوې پانګه بېرته لاسته راوړي او له همدې کاروبار نه ځانته شخصي موټرهم واخلي. مسعوددکابل ښار يوبل اوسېدونکی دی چې دتازه ګلانو دپلور له لارې يې خپل کار او بار روان کړی دی.  | | | هغه خلک چې پرله پسې کار کوي له لږې پانګې ځانته ښه دګټې کار پېدا کولی شي. |
هغه هم خپله ځمکه لري اوهم يې له نورو په اجاره نېولې ده. مسعود وويل چې پخوابه يې دلارې په اوږدوکې ګلان اوګلدانونه ماتېدل. اوس يې دخپلې کورنۍ نورغړي هم له ځان سره يوځای کړي اوترڅنګ يې مزدوران هم نيولي چې دې کار ورته دښې ګټې لارپرانيستله. |