 | | | دکاردبڼې بدلون يوشمېرکسانوته دګټې نوې لارپرانيستې ده. |
چمبه ( تمبل) يوه تفريحي وسيله ده چې خلک يې د خوښۍ په مجلسونو کاروي چې جوړوونکي يې له دې امله ښه ګټه هم ترلاسه کوي. چمبه نن سبا په افغانستان کې په دوو ډولونو جوړوي : يوډول يې دڅاريوله پوستکي اوبل ډول يې له يوه ځانګړي پلاستيک څخه.. مير ويس دکابل ښار يو اوسېدونکی،چې له کلونوکلونو راپدېخوا چمبې جوړوي، پخپل کار کې دبدلون له امله يې مشتريان او ګټه ډېره شوېده. هغه اوس دڅاروي دپوستکي پرځای له يوډول ځانګړي پلاستيک څخه کار اخلي چې له يوې خوا يې کار اسانه اوله بله پلوه يې ګټه هم ډېره شوې ده. نوموړی دچمبې لپاره لرګي دترکاڼۍ په دستګاه کې پرې کوي او وروسته پرهغې پلاستيک نښلوي چې هره چمبه (٦٠) افغانۍ لګښت لري. ميرويس دورځې تر (٧٠) دانوپورې چمبې جوړوي او يوه چمبه په (١٠٠) يا (١٢٠) افغانۍ پلوري.  | | | چمبه جوړوونکي دڅاروي دپوستکي پرځای له يوډول ځانګړي پلا ستيک نه کار اخلي> |
مبايل جوړونکی: محمدذاکرهغه مبايل جوړوونکی دی چې پخوا يې دټيپ اوتلويزيون جوړلو ورکشاپ درلودخود مخابراتي تکنالوژي په پرمختګ سره هغه هم دکاربڼې ته بدلون ورکړ. هغه دمبايل دتخنيک زده کړه دپيسو په بدل کې له هېواد نه دباندې ترسره کړېده چې اوس دورځې تر(١٠٠٠) افغانيوپورې ګټه ترلاسه کوي. |